د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې پولیس وايي چې د لاس انجلس د ښار په ۱۳ کیلو میترۍ کې په یوې سیمې کې د نوي کال د نمانځونکو په مراسمو ډزې شوي چې لس تنه پکې وژل شوي دي.
پولیسو ویلي چې پېښه په هغې سیمې کې شوې چې اکثریت اوسېدونکي یې د ختیځې اسیا خلک دي.
برید د مونټري په نامه پارک په یو نڅا ځای کې شوی دی. د عیني شاهدانو په وینا بریدګر په نیمه اتوماتیک وسلې ډزې کړې دي.
د دغې سیمې د پولیسو مشر ویلي چې لس تنه نور شدید ټپيان دي چې روغتونونو ته انتقال شوي دي او بریدګر له سیمې څخه تښتېدلی.
پولیسو د مشکوک بریدګر مشخصات نه دي اعلان کړي او نه یې هم دا ویلي دي چې هغه له کوم ډول وسلې څخه کار اخیستی دی.