د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي متحده عربي اماراتو کې د ( ګلفوډ) په نوم جوړ شوي نندارتون کې افغان سوداګرو او صادروونکو د څه باندې ۱۷۱ میلیون ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پلور قراردادونه ترلاسه کړل.
د کرنې وزارت وایي په متحده عربي اماراتو د ګلفوډ نندارتون په پای ته رسېدو سره، جوته شوه کوم افغان سوداګر او صادروونکو چې په دې نندارتون کې ګډون کړي و، په ټولیزه توګه د څه باندې ۱۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو تولیداتو د صادراتو تایید شوي تړونونه تر لاسه کړي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس حبیبالله حبیبي، چې په دې نندارتون کې ګډون کړی وه وایي:” ددې تړونونو ډېری برخه له هندوستاني خواوو سره ترسره شوي دي، چې ټولیز ارزښت یې ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي. دغه راز د دوبۍ د ګلفوډ په نندارتون کې د افغانستان د سوداګر او صادروونکو د تړون خواوې له هندوستان وروسته د عربي متحده اماراتو سوداګر دي، چې د تړونونو ټولیز ارزښت یې ۲۷ میلیونه دالرو ته رسیږې.”
نوموړي همدارنګه زیاته کړې:” تر اماراتو وورسته تر ټولو ډې تړونونه د سعودي عربستان له سودا ګرو سره شوي دي، چې ارزښټ یې نږدې شپږ میلونه ډالرو ته رسېږي.”
د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراخیتیا رییس وایي، په دغو تړونونو کې د څه باندې ۱۰۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د مېوې، د ۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت مغزباب، ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي، ۴.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت دانه باب، ۱.۳ میلیونه ډالرو په رازښت تازه مېوې، ۴۶۵ زره ډالرو په ارزښت جوس او د ۴۲۵ زره ډالرو په ارزښت شات شامل دي.

د کرنې وزارت چارواکي وایي په تېرو کلونو کې د ګلفوډ له کلني نندارتون څخه افغان سوداګر په ټولیزه توګه د نږدې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کول، خو د کرونا ویروس ترڅنګ سږکال افغانستان لپاره ددغو تړونونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د یادونې وړ ده چې تېرکال د ګلفوډ په نندارتون کې د افغان سوداګرو او د تړونونو د نورو خواوو ترمنځ ۸۰ سلنه تړونونه عملي شوې وې.