افغان حکومت وایي د طالب بندیانو د خوشي کولو په پلان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د طالب زندانیانو د خوشي کولو په تړاو په تازه څرګندونو کې ویلي په پلان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او طالبان باید لومړی د افغان کومانډویانو هغه سرتېري خوشي کړي چې له دوی سره بندي دي.
دده په وینا طالبان دې پر ژمنو عمل وکړي او پاتې بندي کومانډویان دې خوشي کړي څو افغان حکومت هم ددوی ۳۲۰ پاتې بندیان خوشي کړي.
فیصل وایي اوس ددې وخت دی چې طالبان سولې ته ژمنتیا وښيي او د افغان حکومت د پاتې بندیانو په خوشي کولو سره د سولې په لار کې شته خنډونه له منځه یوسي. تر دې وړاندې طالبانو بیا ویلي تر هغه به بین الافغاني خبرې پيل نه کړي چې حکومت یې پاتې بندیان نه وي خوشي کړي.