Home » افغانستان » افغانستان کې د داعش خلاف د طالبانو مبارزه د ستایلو ده

افغانستان کې د داعش خلاف د طالبانو مبارزه د ستایلو ده

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د داعش ډلې د خراسان څانګې پر وړاندې د ا.ا،ا مبارزه ستایلې او بریالۍ بللې ده.

ټام وېسټ د اسټیمسون په نوم د مطالعاتو یوه امریکايي مرکز ته د وینا پرمهال ویلي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې طالبانو د داعش ډلې اته مهم غړي له منځه وړي.

د هغه په وینا د طالبانو نظامي عملیاتو د داعش د فعالیتونو کچه راټیټه کړې ده.

د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال راځي چې روانه اونۍ د امریکا دوو لوړپوړو چارواکو اعلان وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې ډلې بیا راپورته کېدل ناشوني دي.

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ویلي “د دوی له مهمو ګټو یوه دا ده چې افغانستان یو ځل بیا هغو کسانو لپاره پر خوندي ځای بدل نه شي چې امریکا او د هغې ملګرو ته زیان رسول غواړي.”

د نوموړي په وینا اوسمهال دوی یوه جدي اندېښنه په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګه ده.

د یادونې ده چې داعش په تېرو دوو کلونو کې افغانستان کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له دې وروسته مسافر د افغاني تذکرو په لرلو سره کولی شي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ...