د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د افغانستان ګاونډیان د دې هېواد په سولې او ثبات کې مهمه ونډه لري.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په دې هېواد کې د سولې و ثبات د ټینګښت په برخه کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ونډه مهمه بولي، هغه افغانستان چې د نیکلاسن په خبره، د ټولو افغانانو حقونه په کې خوندي او پرمختګ وکړي.
توماس نیکلاسن نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “اروپايي ټولنه به همدې هدف ته د رسېدو لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو سره خپلې همکارۍ او نږدې کار ته دوام ورکړي.”
د اروپايي ټولنې دا لوړ پوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره اوونۍ یې بروکسل کې د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو له استازو او تر خوا یې د اروپايي ټولنې د یو شمېر غړو سره هم د افغانستان په اړه جوړه شوې ګډه غونډه کې ګډون کړی و.
د جنوري په ۲۰مه د مرکزي اسیا ۵ هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره تر کتنې وروسته، دواړه لوريو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې په سولې و ثبات ټینګار وکړ.