پاتې طالب بندیان به راتلونکې اونۍ خوشې شي
دافغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د طالبانو پاتې بندیان به هم راتلونکې اونۍ خوشې شي، ترڅو د مخامخ مذاکراتو پر وړاندې پاتې دغه خنډ هم له منځه یوړل شي.
د افغان سولې څارونکی بنسټ وایي، محمد حنیف ویلي چې دوی به راتلونکې اونۍ پاتې بندیان هم خوشې کړي.
په دې سره به افغان حکومت د طالبانو ټول ۵۶۰۰ بندیان خوشې کړي.
نوموړي د امریکا د سولې انسټېټوټ سره خبرو کې ویلي چې طالبانو د نړیوالو په حضور کې تضمین ورکړی چې دغه طالبان به بېرته د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.
نوموړی داسې مهال د طالب بندیانو د خوشې کېدو خبره کوي چې نن د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وویل، تر هغو چې طالبان اسیر افغان کومانډو ځواکونه خوشې نه کړي، پاتې بندیان یې نه خوشې کوو.