د چین او پاکستان مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د چين او پاکستان مشرانو د غبرګولې اتلسمه په بېجينګ کې سره وکتل.
د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې چین او پاکستان د افغانستان په اړه د اړیکو او همغږۍ پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.
د چین سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې چین او پاکستان د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دې هېواد له خاورې د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره د کارونې مخه ونیسي.
تر اوسه ا.ا د دې څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى، خو تر دې وړاندې يې ويلي چې هېڅ هېواد له افغانستان څخه نه ګواښل کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس