د سمنګان امنيه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت د خُلم ولسوالۍ په لاره د ۵۸۰ موټر د چپهکېدو له امله ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمت الله رحماني ویلي چې دا پېښه نن سهار (سه شنبه) «کفتر خانه» سیمې اړوند شوې چې پکې۳ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وينا په پېښه کې د نارینهوو ترڅنګ ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوښتې او ټپیان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي، خو د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.