د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په یوه دودیزه مېله یا جمعه بازار کې د چاودنو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پېښه نن دوشنبه (چنګاښ۹) لس بجې رامنځته شوې ده.
د هلمند سیمه ییزچارواکې پېښه تاییدوي، خو وايي چې وروسته به یې جزييات شریک کړي..
خو په ورته وخت کې د پېښې عیني شاهدان وايي چې د جمعه بازار په نوم په یوه کتلوري سوداګریز بازار کې ولسي خلک په راکړه ورکړه باندي بوخت وو چي په منځ کې يې څو توغندۍ لګېدلي.
که څه هم د یادې ولسي مرګ ژوبلې په اړه د هلمند سیمه ییزو چارواکو شمېر په ډاګه نه کړ خو عیني شاهدان زیاته وي چې تر اوسه د پېښې له ځایه څخه ۱۴ جسدونه او۳۰ هم ټپیان انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته هم د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۸ ولسي خلګ وژل شوي وو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس