Home » افغانستان » معصوم ستانکزی: د سولې بهیر د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري
رویداد خبري آژانس
د افغان دولت د سولې مذاکراتي ټيم مشر معصوم ستانکزی

معصوم ستانکزی: د سولې بهیر د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري

د افغان دولت د سولې مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي ویلي چې د سولې بهیر د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.

مصموم ستانکزي او د مذاکراتي پلاوي یو شمېر غړیو پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۷مه) د افغان سولې لپاره د قطر له ځانګړي استازي مطلق القحطاني او د یوناما له مشرې دیبرا لاینز سره کتلي.

دغه پلاوي په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي ستانکزي له مطلق القحطاني سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې افغان دولت د سولې د خبرو د جدي پرمختګ غوښتونکی دی او نه غواړي په حاشیوي مسایلو باندې وخت ضایع شي.

دوی همدا راز د سولې د مذاکراتو درېیم پړاو په پرمختګ باندې ټینګار کړی.

هاخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره په لیدنه کې د افغان دولت د سولې مذاکراتي تيم د روانو خبرو د چټکتیا او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ باندې خبرې کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اعلامیې له مخې مېرمن لاینز ډاډ څرګند کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان د خلکو تر څنګ وي.

د افغان دولت او طالبانو مرکچیانو د سولې یوه تړون ته د رسېدو لپاره تېر سېپټمبر خبرې پيل کړې.

د خبرو تازه پړاو لا نه دی پیل شوی خو دواړو لوریو ورته چمتووالی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...