په داسې حال کې له درېيو ورځو را په دېخوا په کابل، پروان او کاپيسا کې د کور په کور تلاشۍ چاڼيز عمليات دوام لري، د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وايي چې دغه عمليات د عامه نظم او د امنيت ډاډمنولو په موخه دي.
نوموړي چې نن يکشنبه د (کب په ۸مه) يې کابل کې خبري کنفرانس ته خبرې کولې ومنله، چې د سياسي بدلون پرمهال د څرخي پله زندان په شمول له يو شمېر زندانونو داسې کسان خوشي شوي، چې جرمي سابقه لري.
مجاهد زياته کړه چې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ د يادو خوشي شوو کسانو په شمول ځيني جرمې شبکې د انسجام په حال کې وې او له همدې کبله يې په کابل، پروان او کاپیسا کې د وسلو ټولولو چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
مجاهد هغو اندېښنو ته په اشارې سره چې ګواکې روان عمليات د يوه خاص سياسي هدف په موخه دي وويل، چې ياد چاڼيز عمليات د ګذر وکيل او د جومات ملا امام په مشوره د ښځينه پوليسو په موجوديت کې ترسره کېږي او هېڅکله يې موخه خاص افراد نه دي.
په ورته وخت کې نوموړي د پوهنتونو پيلېدو ته هم اشاره درلوده او تائيدوي، چې له تحوولاتو وروسته په هنتونونو کې د استاذانو کموالی رامنځته شوی. مجاهد له هغو استاذانو چې دباندې تللي وغوښتل، څو هېواد او خپلو دندو ته بېرته راستانه شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس