Home » افغانستان » سرچينه: په کابل کې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ مذاکرات روان دي

سرچينه: په کابل کې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ مذاکرات روان دي

د پاکستان يوې معتبرې سرچينې ويلي، چې د پاکستان يو پلاوی افغانستان ته په سفر تللی او دغلته يې د افغان ط.البانو په منځګړيتوب د تحريک طالبان پاکستان ډلې سره مذاکرات د سولې مذاکرات پيل کړي دي.

دې سرچينې د نومو نه ښودلو په شرط له مشال راډيو سره په خبرو کې منلې، چې د يادو خبرو د برياليتوب په موخه پاکستان د مسليم خان او محمود خان په نوم د تحريک طالبان پاکستان دوه مهم قومندانان هم افغان طالبانو او په ځانګړې توګه حقاني شبکې ته سپارلي دي.

سرچينې زياته کړې، دغه دوه مهم قومندانان به هغه مهال د افغان طالبانو له لوري له بند ازاد شي، چې د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ مذاکرات د سولې په اړه مثبتې پايلې ته ورسېږي.

مسليم خان له نيول کېدو وړاندې د تحريک طالبان پاکستان وياند او د پاکستان پوځي محکمې له لوري پرې د اعدام حکم شوی. محمود خان بيا د دې ډلې بل مهم غړی دی چې په ۲۰ کاله بند محکوم شوی او له نيول کېد وړاندې په سوات کې فعال و. دغه دواړه کسان په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان د پوځ له لوري په يو لړ عملياتو کې نيول شوي وو.

سرچينې زياته زياته کړې، چې په کابل روان مذاکرات په دې موخه دي څو د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان سولې ته په رسېدو سره، دايمي اوربند اعلان کړي.

دې سرچينې دا هم ويلي، چې د اختر پرمهال د تحريک طالبان پاکستان له لوري لس ورځنی اوربند اعلان شوی و او د دې مودې په پوره کېدو سره د پاکستان يو پلاوی کابل ته لاړ او هلته د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره د مذاکراتو په ترڅ کې د اوربند دغه موده ۵ ورځې نور هم وغځول شوه.

تر اوسه په دې اړه د پاکستان حکومت او يا هم تحريک طالبان پاکستان رسنيو ته په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...