د پیسو نړیوال صندوق وړاندوېینه کړې چې په روان میلادي کال کې به د بریتانیا اقتصادي وده د نړۍ له ټولو لویو اقتصادونو بدتره وي.
د دغه نړیوال بنسټ د اټکل له مخې، د بریتانیا اقتصادي وضعیت به د جي ۲۰ ډلې د ټولو ۱۹ غړو پرتله ډېر ناوړه وي.
په دې معنا چې د بریتانیا د اقتصادي ودې کچه به تر روسیې چې د لوېدیځ له سختو بندیزونو سره مخامخ ده، هم کم وي.
د پیسو نړیوال صندوق وايي، د بریتانیا اقتصاد به په ۲۰۲۳ کال کې نژدې په سلو کې شاوخوا صفر اعشاریه ۳ سلنه کوچنی شي او راتلونکی کال به هم یو سلنه وده وکړي.
د پیسو نړیوال صندوق همدا شان وايي، د پیسو نړیوال سیستم به له سختیو سره مخامخ شي.