Home » سیمه او نړی » د امریکا ولسمشر بایډن د ډونالد ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لغوه کړ
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر بایډن د ډونالد ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لغوه کړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه اجرائیوي فرمان لغوه کړ چې له مخې یې ډېر هغه کسان متحدو ایالاتونو ته له تلو منع شوي وو چې د ګرین کارټ یا په امریکا کې د اوسېدو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي وو.

ټرمپ دغه بندیز تېر کال لګولی و او ویلي یې و چې دا کار د دې لپاره کوي چې د امریکایي کارګرو کارونه چې ډېری یې د کرونا د خپرې شوې وبا له امله بې کاره شوي دي، خوندي کړي.

ټاکل شوې وه چې دغه بندیز د تېر کال په وروستیو کې پای ته ورسېږي خو ټرمپ هغه د خپلې ولسمشرۍ د دورې په وروستیو اونیو کې د مارچ د میاشتې ترپایه پورې تمدید کړی و.

د مهاجرت د چارو وکیلانو ویلي چې د دغه فرمان له مخې د ډېرو مهاجرینو ویزې بندې شوې وې.

مهاجرنیو دغه راز نه شوای کولای چې د خپلې کورنۍ غړي متحده ایالتونو ته تر هغو ور وغواړي څو چې د امریکا تابعیت یې ترلاسه کړی نه وي.

بایډن هغه فرمان کې چې پرون یې ورکړی او پخوانی د ټرمپ یې لغوه کاوه ویلي، د هغو کسانو پر وړاندې چې غواړي په قانوني توګه متحدو ایالاتونو ته مهاجرت وکړي، د ور تړل د دې هېواد ګټې نه خوندي کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...