د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن تأیید کړه چې واشنګټن له طالبانو سره د فبرورۍ د ۲۹مې د سولې تړون هغه ژمنې پر ځای کړي چې په ۱۳۵ ورځو کې یې باید عملي کړې وی.
خلیلزاد پر خپل ټویټر دا خبره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د دوشنبې په ورځ د امریکایي ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته رسېدلی هغه څه چې په دې تړون کې یې ژمنه شوې وه.
د دغه تړون مطابق امریکایي ځواکونه له پنځو اډو وتلي دي.
بل لوري ته بیا طالبانو امریکا په ځینو مواردو کې د قطر له تړون څخه په سرغړونې تورن کړی او ویلي یې دي چې دوی دژمنو سره سم پر امریکایي ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پرون سه شنبې د چنګاښ ۲۴ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې د څو مواردو د یادونې په ترڅ کې ویلي چې د دغه تړون له مخې د امریکا متحده ایالاتو او بهرنیو متحدینو لهخوا يې د ځواکونو کمښت او له پنځو اډو څخه وتل یو ښه او مثبت ګام دی، خو د بندیانو د خلاصون شرط تهیې هم اشاره کړې او وایي، دا چې دغه پروسه تر اوسه ځنډول شوې د تأسف وړ خبره ده.
د افغانستان حکومت او طالبانو له لوري د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د بینالافغاني خبرو پیلېدل هم له خنډ سره مخامخ کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس