پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو له ځانګړې استازې ډيبرا لاينز سره لېدلي او د افغانستان اوسني وضعيت پر بېلابېلو اړخونو يې بحث کړی.
حامد کرزي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د يادې ليدنې پرمهال له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځيو پر ژر پرانيستو ټينګار شوی.
د لېدنې پرمهال دواړو لورو په هېواد کې د وروستیو نښتو د راپورونو په اړه اندېښنه څرگنده کړې او ټينګار يې کړی، چې سرپرست حکومت دنده لري څو د هېواد ټول وگړي په یو ټغر راټول، ملي يووالي ټينګ او د خبرو اترو له لارې سوله او ثبات تامین کړي.
حامد کرزي په دې ناست کې طالبانو له لوري د حجاب جبري کولو وروستۍ پرېکړې ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې فغانان تل له خپلو ملي دودونو سره سم حجاب مراعات کړی دی.
د نجونو ښوونځيو د بندولو دوام او پر ښځو د حجاب جبري کول د نړيوالو له لوري د بشري حقونو ښکاره نقض بلل شوی او ټينګار يې کړی چې طالبان بايد له يادو پرېکړو په شا شي.