پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان پوځي رژيم هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض بللی.
کرزي پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي او د ښه ګاونډیتوب لاره خپله کړي.
حامد کرزي دغه راز د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د روغتیا دعا کړې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس