Home » سیمه او نړی » جرمني: د اټمي تړون ټولې ژمنې پوره کول د ایران په ګټه ده
رویداد خبري آژانس

جرمني: د اټمي تړون ټولې ژمنې پوره کول د ایران په ګټه ده

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هایکو ماس له ایرانه وغوښتل چې دا یې په ګټه ده څو د نړۍ له قدروتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ټولې ژمنې پوره کړي.

ماس تېره ورځ په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بې‌وسلې کولو کنفرانس ته په وینا کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې دریځ ته په اشاره وویل چې دا اداره لېواله ده چې بېرته له دغه تړون سره یوځای شي.

هغه زیاته کړه، مخکې له دې چې دغه تړون دومره ویجاړ شي چې د ترمیم وړ نه‌وي، دا د ایران په ګټه ده چې اوس خپل دریځ بدل کړي.

ماس وویل، جرمني تمه کوي چې ایران د نړیوالې اټمي انرژۍ له ادارې سره بشپړه همکاري وکړي، داسې چې هغه بشپړه شفافه وي او ورسره په کړو ټولو ژمنو یې عمل وکړي.

د دغې ادارې مشر رافایل ګروسي تهران ته له سفر وروسته پرون بېرته اروپا ته ستون شو.

ایراني چارواکو تهران ته د ښاغلي ګروسي سفر او هغه موقتي موافقه چې دواړه لورو له اټمي تأسیساتو څخه د کتنې په اړه ترلاسه کړې، د یوې مهمې لاس ته راوړنې په توګه ستایلې.

په داسې حال کې چې ټولې خواوې د دغه تړون د ژغورنې هڅه کوي، دغه موافقه ټولو لورو ته یو فرصت برابروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...