دافغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۳۱۸ شکمې پېښې څېړل شوې دي چې له ډلي یې د ۶۶ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۳ زره او ۹۹۴ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته یو تن مړ شوی او ۴۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا څخه د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۸۱ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۳ زره او ۳۵۴ ته لوړ شوی دی.