ترکي چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې یې ۶۰ غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي.
د چارواکو د مالوماتو له مخې نیول شویو افغان کډوالو په ترکیه کې قانوني اسناد نه درلودل او له همدې کبله پولیسو نیولي دي.
ترکیي پولیسو ویلي چې د نیول شویو کسانو له ډلې یې ۲۱ تنه بېرته افغانستان ته ډپیورټ شوي.
پولیسو زیاته کړه چېدرې کسان يې د انساني قاچاق په تور نیولي او عدلي او قضايي اروګانو ته يې سپارلي دي.
د مالوماتو له مخې اوسمهال څه باندې درې لکه افغانان په غیرقانوني توګه په ترکیه کې ژوند کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس