ترکیه وایي لا هم د کابل هوايي ډګر د امنیتي مسوولیت اخیستلو ته تیار دي. رویټرز د ترکي چارواکو په حواله لیکلي، سره له دې چې په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي او جګړې شدیدې شوې دي خو ترکیه لا هم د کابل هوایي ډګر د امنیتي مسوولیت اخیستلو ته تیاره ده.
سرچینې ویلي دوی غواړي له افغانستان سره امنیتي همکاري ولري او په روان وضعیت کې مرسته ورسره وکړي.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تازه ولسمشر غني د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تلیفوني خبرې هم کړې دي.
ترکیې ډاډ ورکړی چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او د سولې په برخه کې به خپلې همکارۍ و نه سپموي.