Home » افغانستان » ا.ا: سور صلیب باید د افغان بندیانو د برخلیک په معلومولو کې مرسته وکړي

ا.ا: سور صلیب باید د افغان بندیانو د برخلیک په معلومولو کې مرسته وکړي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره په یوه کتنه کې له افغانستان څخه بهر د افغان بندیانو د برخلیک په معلومولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر «پیر کراهنبو» په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر، امیر خان متقي سره کتلي، او په افغانستان کې یې د روغتیا اړوند، د مصنوعي غړو جوړول او نورو بشري سکتورونو په ګډون د فعالیتونو په اړه خبرې اترې کړې دي.

په دې کتنه کې متقي د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه له ناروغانو او معلولو کسانو سره د سره صلیب له مرستو مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې دا سازمان دې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په معلومولو کې همکاري وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...