Home » اقتصادی » انوارالحق احدي: کابل ته د نغدو پيسو د نه رسېدو عواقب خطرناک دي

انوارالحق احدي: کابل ته د نغدو پيسو د نه رسېدو عواقب خطرناک دي

په سویس کې د افغانستان د پانګې په سر د نظارت د صندوق غړی انوارالحق احدي کابل ته د نغدو پیسو د نه رسېدو عواقب ډېر خطرناکه بولي.

د سرپرست حکومت د افغانستان بانک که څه هم د پیسو د نه رسېدو راپورونه رد کړي خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارټین ګریفټس تایید کړې چې د ملګرو ملتونو د پروازونو د نشتوالي په سبب کابل ته د اوونۍ څلوېښت میلیونه ډالریزې بستې نه‌دي استول شوي.

تر دې وړاندې نړیوالې ټولنې هره اوونۍ شاوخوا ۴۰ ملیونه امریکايي ډالر د افغانستان بانک ته سپارل، چې په دې وروستیو اوونیو کې د طالبانو لخوا د ښځو د زدکړو او کار باندې د بندیز لګیدو له امله دغه مرستې بندي شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...