د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، وډانټ پاټل ویلي چې هېواد یې د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه له ا.ا سره تعامل کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند د ثور په ١١مه، په يوه خبري غونډه کې وويل: “کله چې له ا.ا سره زموږ د تعامل خبره راځي، چې د امريکا په ګټه وي، موږ يې ترسره کوو. ځکه چې دا د امریکا د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره غوره لار ده.”
پاټل زیاته کړې چې له ا.ا سره د امریکا تعامل دا اجازه ورکوي چې له دې حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي او امریکا ته دا فرصت ورکوي چې په افغانستان کې د خپلو بندیانو د سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې کولو لپاره خبرې وکړي.
هغه وویل: “موږ به له دې فرصتونو څخه په استفادې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ا.ا د ژمنو په اړه مستقیمو خبرو ته دوام ورکړو او البته د تل په څېر بشري حقونه هم په اجنډا کې دي.”
له ترهګرۍ سره مبارزه او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی له هغو شرایطو څخه دي چې امریکايي چارواکو تل له ا.ا څخه د هغه پر عملي کولو ټینګار کړی دی.
بلخوا ا.ا هم د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو پر تامین ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې هڅې کړې او په دې برخه کې یې ځینې لاسته راوړنې هم لرلې دي.