Home » افغانستان » یونیسف: په افغانستان کې هره ورځ ۲۲ زره سېلاب ځپلو ته اوبه چمتو کوو

یونیسف: په افغانستان کې هره ورځ ۲۲ زره سېلاب ځپلو ته اوبه چمتو کوو

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی چې د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ورځې ۲۲ زره کسانو ته اوبه برابروي.

دغه سازمان پرون یکشنبې د غبرګولي ۶مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د اوبو رسولو ډېری سیستمونه ویجاړ کړي دي.

یونیسف ټینګار کړی چې په سېلاب ځپلو سیمو کې کورنۍ د څښاک او پخولو اوبو ته اړتیا لري.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سېلاب ځپلي وايي، چې په چټکه توګه اوبو، خوراکي توکو او سرپناه ته اړتيا لري او له مرستندويه ادارو يې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...