د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پرون سېشنبه د (زمري په ۱۷مه) د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوشیایونګ په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ليدلي.
ددې وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د يادې ليدنې پرمهال یوشیایونګ کابل ته د خپل سفر هدف، د چین په ټونکشي کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د شوو توافقاتو او دغه راز د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په تاشکند کې د ناستو او توافقاتو تعقیب یاد کړ.
نوموړي زياته کړې، چین په پام کې لري چې پر ځڼغوځيو سربېره د افغانستان نورې وچې او تازه مېوې چین ته وارد کړي او په دې توګه د افغانستان له ملي اقتصاد سره مرسته وکړي.
اميرخان متقي بيا د خوست او پکتیکا له زلزلهځپلو سره د چین له پر وخت او بیړنیو مرسته مننه کړې او د افغانستان پر واحد چین سیاست یې ټینګار کړی.
نوموړي د چین له لوری په کابل کې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر ستايلی او ويلي يې دي، چې دا چاره د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره ډېره ګټوره ده.
متقي د ليدنې په پای کې له چینايي لوري غوښتي، چې چین ته د افغانستان د صادراتو زياتولو لپاره زمینه سازي وکړي.