د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین امریکا او لوېدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې مسکو هم کولای شي د خپلو موخو د پوره کولو لپاره نورو هېوادونو ته سلاح ورکړي.
هغه دا وینا د امریکا او لوېدیځو هېوادونو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې کړې چې اوکراین ته یې اجازه ورکړه چې د دوی له جوړوشویو سلاوو څخه د روسیې پر وړاندې ګټه واخلي.
پوتین خبرداری ورکړی چې د امریکا او المان وروستۍ پرېکړه به «سختې ستونزې» وزېږوي، دا چې د خپلې جوړې شوې سلاوې یې اوکراین ته ورکړې چې د روسیې پر وړاندې یې وکاروي.
د روسیې ولسمشر دا پرېکړه د روسیې پر وړاندې په جګړه کې لاسوهنه بللې او ویلي یې دي: “موږ هم حق لرو چې ورته اقدام وکړو.”
ښاغلي پوتین د المان په اړه هم ټينګار کړی دی: “کله چې هغوی وایي چې ډېر راکټونه په لاره دي چې موخه یې روسیه ده دا په ښکاره د روسیې او المان د اړیکو له منځه وړل دي.”
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې المان اوکراین ته ویلي وو چې دا هېواد خپلواک دی او د المان له جنګي وسایلو څخه د روسیې پر وړاندې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخیستلی شي.
په ورته وخت کې د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې مخکې اوکراین ته اجازه ورکړه چې له امریکایي جنګي مهماتو د روسیې پر وړاندې ګټه واخلي.