Home » افغانستان » په ۲۰۲۴ کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین لومړۍ دوره پيل شوه

په ۲۰۲۴ کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین لومړۍ دوره پيل شوه

په هېواد کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو ضد واکسین لومړۍ دوره پیل شوه چې د دې کمپاین پر مهال به څه باندې ۲۷۶ زره ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.

د هرات روغتیايي مسوولینو ویلي چې نن دوشنبه سلواغې ۹مه به د هرات په شینډنډ، انجیل او مرکز کې له پنځه کلنۍ کم عمره سلګونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.

د ویلو ده چې په ۲۰۲۳ کې په هېواد کې د پولیو وایروس شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې او همداراز له ګاونډي هېواده د کډوالو په راتګ سره په هېواد کې د ګوزڼ د پېښو احتمال زیات شوی دی.

د هرات روغتیايي مسوولین وايي چې نن دوشنبه د سلواغې ۹مه د هرات په مرکز، شینډنډ، انجیل ولسوالیو کې له پنځه‌ کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کېږي.

په لوېدیځه حوزه کې د پولیو واکسین عملیاتي مسوول، اصف کبیر ویلي چې د پولیو ضد کمپاین په دې دوره کې به له پنځه کلنۍ کم عمره ۲۷۶زره ماشومانو ته واکسین تطبیق شي. 

“دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي. پروسږ کال مو په هرات کې شپږ دورې او په فراه کې اته دورې واکسین درلودل او په په تېرو درېیو کلونو او څلور میاشتو کې موږ په لوېدیځه حوزه کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه درلوده.”

له بلې خوا د روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد د ‘د ماشومانو د فلج‌ کېدو د مخنیوي’ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په دې برخه کې له هېواده بهر تشخصیونه د باور وړ نه دي. 

د روغتیا وزارت سرپرست هغه راپورونه بې‌ بنسټه بللي چې د بهرنیو ادارو لخوا په افغانستان کې د ځینو ناروغیو د زیاتېدو په اړه له کومې سروې او کره څېړنې پرته خپرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۳ کې په هېواد کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې او له ګاونډي هېواد څخه په جبري توګه د کډوالو را ایستل کېدو په دې برخه کې اندېښنې زیاتې کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...