مسعود پزشکیان د اکثریت رایو په ګټلو د ایران د نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ایران ټاکنیز دفتر نن (شنبې، چنګاښ ۱۶مه) اعلان کړی چې مسعود پزشکیان د۱۶میلیون ۳۸۴هزار او ۴۰۳ رایو په ګټلو سره د دغه هېواد د ولسمشرۍ د ټاکنو د ۱۴مې دورې ټاکنې وګټلې.
د پزشکیان د سيال، سعيد جليلي رايې ١٣میلیون او ٥٣٨زره او ١٧٩ اعلان شوې دي.
د ایران ټاکنیز دفتر د ټولو رایو شمېر ۳۰میلیون او ۵۳۰هزار او ۱۷۵ اعلان کړی او ویلي یې دي چې د ایران د ټاکنو په دویم پړاو کې د ګډون کچه له ۴۹ سلنې زیاته وه.