Home » افغانستان » نیمروز کې اورلګېدنه؛ شپږ کسان ټپيان او څه باندې شپږ میليونه افغانۍ زيان اوښتى

نیمروز کې اورلګېدنه؛ شپږ کسان ټپيان او څه باندې شپږ میليونه افغانۍ زيان اوښتى

د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د اکسېجن د توليد په يوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله شپږ نيم ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتى او شپږ نور کسان پکې ټپيان شوي دي.

ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې اورلګېدنه د چهارشنې ورځې په شپږو بجو د زرنج ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، لومړی د اکسېجن يو بالون وچاودېد او وروسته اور ولګېد.

د نيمروز د اور وژنې اداره وايي، د اکسېجن بالون د هوا د تودوخې له امله وچاودېد.

د نيمروز د اور وژنې رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اور لګېدنه کې شپږ نيم ميليونه افغانۍ زيان اوښتى او څلور تنه ټپيان شوي، چې د دوو تنو روغتيايي حالت خراب دى، خو روغتيايي سرچينې د ټپيانو شمېر شپږ تنه بولي.

ویل کېږي چې د هوا له ګرمېدو سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اور لګېدنې پېښې زیاتې شوي دي.

د بلخ د ترافيکو مديريت د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې يوازې په بلخ کې تر ۴۰ ډېرې اورلګېدنې پېښې شوې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...