Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د اوکراين له امله به افغانستان له پام ونه غورځول شي

ملګري ملتونه: د اوکراين له امله به افغانستان له پام ونه غورځول شي

ملګرو ملتونو د هغو اندېښنو په تړاو چې ګواکې په اوکراين کې د روان ناورين له امله به د افغانستان او ځينو نورو هېوادونو ناورين شا ته واچول شي ډاډ ورکړی، چې د اوکراين کړکېچ له افغانستان سره د مرستو پر دوام اغېز نه شي کولی.

د دې سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکې برخې مشر مارټين کريفټس پرون دوشنبه ناوخته د (وري په ۲۹مه) ويلي، چې مرستندويان د اوکراين کړکېچ ترڅنګ له افغانستان او نورو هغو هېوادونو سره هم مرستو ته ژمن دي چې دامهال په بشري ناورين کې واقېع دي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې تر دې مهال د افغانستان، سوريې، يمن او نورو ناورينونو سره د مبارزې د تمويل په اړه شوې ژمنې نه دي کمې او په خبره يې ياد مرستندويان به په اوکراين کې د روان ناورين له امله له افغانستان او نورو ناورين ځپلو هېوادونو سره له همکاريو په شا نه شي.

په افغانستان کې له سياسي تحوولاتو را وروسته لا هم بشري وضعيت عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی او په دې ترڅ کې د افغانستان له نيمايي زيات وګړي له لوږې سره مخ شوي.

په وروستيو کې يو شمېر مرستندويه هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې د نجونو ښوونځيو پر بېرته پرانيستو پورې مشروطې کړې؛ خو د افغانستان سرپرست حکومت وايي، چې يادې بشري مرستې بايد له سياسي مسايلو سره ونه تړل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...