د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د القاعدې د مرکزونو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور له حقیقته لرې بللی دی.
مجاهد نن پنجشنبه د سلواغې ۱۲مه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: “ا.ا دغه تور په کلکه ردوي.” نوموړی زیاتوي چې ملګرو ملتونه په ا.ا باندې د تور پورې کولو لپاره یو منظم پرګرام پیل کړی چې تل له پروپاګنده ډک وي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو تازه راپور کې ویلي چې ا.ا له القاعدې سره اړیکې ساتلې او القاعدې شبکې په افغانستان کې اته ښوونیز کمپونه جوړ کړي دي.
د امنیت شورا په دې راپور کې ویل شوي چې القاعدې شبکې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان کې کمپونه جوړ کړي او د وسلو یو زېرمتون یې په پنجشیر ولایت کې جوړ کړی دی.
خو د ا.ا ویاند ټینګار کړی چې له القاعدې شبکې سره تړلې هېڅ کومه ډله په افغانستان کې نشته او ا.ا چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.