Home » افغانستان » “له افغانانو سره د ژمنيو مرستو لپاره په بېړنۍ توګه ۱۷۲ ميليون ډالرو ته اړتيا ده”

“له افغانانو سره د ژمنيو مرستو لپاره په بېړنۍ توګه ۱۷۲ ميليون ډالرو ته اړتيا ده”

د خوړو نړيوالو پروګرام يا WFP وايي، چې په راتلونکي ژمي کې عامو افغانانو ته د مرستې رسولو په موخه کافي مالي همکارۍ ته اړتيا لري.

دې ادارې نن سې‌شنبه د (زمري په ۲۵مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام ژمي ته د چمتووالي په موخه په بېړنۍ  توګه ۱۷۲ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړيو پروګرام د خپلو ارزونو په اساس زياته کړې، چې په افغانستان کې ملیونونه کورنۍ له یو بل ژمي سره د مخامخ کیدو لپاره نږدې هیڅ نه لري.

د دې پروګرام په خبره، چې همکاران يې د ژمي له پیل څخه مخکې په غرنیو او لرې پرتو سیمو کې د خوراکي توکو د زېرمه کولو په موخه زیار باسي.

د خوړو نړيوال پروګرام داسې مهال د راتلونکي ژمي لپاره د خپلې اړتيا خبره کړې، چې دا مهال شاوخوا ۲۴ ميليونه افغانان په بېړنۍ توګه لومړنيو مرستو ته اړ دي او د نړيوال بنسټونو د ارزونو له مخې، دغه اړتيا د ژمنې پرمهال ښايي نور هم پورته شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...