د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې۷۱۲ افغان کډوال د غبرګولي پر ۱۱مه او ۱۲مه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۷۰ کورنۍ چې ۳۷۰ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې دي.
د دوی په وینا چې راستانه شوي کډوال د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوي دي.
بلخوا د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت ویلي چې په ۵۷ کورنیو کې ۳۳۰ کډوال راستانه شوي دي.