Home » افغانستان » سعودي عربستان له افغانستان سره د ۱ مېليارد ريال مرستې اعلان وکړ

سعودي عربستان له افغانستان سره د ۱ مېليارد ريال مرستې اعلان وکړ

د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان د خپل هېواد په استازولۍ له افغانستان سره د ۱ مېليارد سعودي ريال چې لږ تر لږه ۲۶.۶ مېليونه ډالر کېږي، د مرستې اعلان وکړ.

نوموړي دغه مرسته په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان غونډې پرمهال اعلان کړې او زياته کړې يې ده چې د سعودي عربستان دا مرسته به په افغانستان کې د بشري وضعيت په ښه‌والي ولګول شوي.

فيصل بن فرحان په ياده غونډه کې زياته کړې چې دامهال په افغانستان کې د ناسم اقتصادي وضعيت له امله ښځې او ماشومان په سخت حالت کې دي او د افغانستان دې وضعيت ته بايد له بشري زاويې ولېدل شي.

نوموړي دغه زار دا هم ويلي چې په افغانستان کې موجوده وضعيت پر سيمه اغېز کوي او له همدې کبله سعودي عربستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...