د چیلي پخوانی ولسمشر «سباسټین پینرا» پرون سه شنبې د سلواغې ۱۷مه په سانحه کې د چورلکې د سقوط له امله مړ شوی دی.
۷۴ کلن سباسټین دوه ځلې د چیلي ولسمشر پاتې شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ښاغلی پینرا خپله پیلوټ و خو د چیلي مسوولینو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې په دې چورلکه کې د چیلي د پخواني ولسمشر سربېره درې نور مسافر هم سپاره ول.
دا چورلکه د جنوبي چیلي په یو جهیل کې لوېدلې، چې یوازې سباسټین پینرا پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتې درې کسان ژغورل شوي دي.