د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یوې رسنۍ ته وویل، چې دغه فارم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د دامان ولسوالۍ د انارباغ قلعه چې په سیمه کې جوړ شو.
د ښاغلي رستمي په خبره، دغه فارم په ۴۲ جریبه ځمکه کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوې دی.
یاد فارم په هېواد کې د کب روزنې تر ټولو لوی فارم دی، چې د کبانو د دوه میلیونه بچیو د پالنې وړتیا لري.
کندهار له هغو ولایتونو دی، چې د کب روزنې ډېر فارمونه لري.
په کندهار ولایت کې د کبانو د غوښې د تولید کلنۍ وړتیا، څه باندې شپږ زره ټنه ده.