Home » افغانستان » د هرات-تور غونډۍ لویه لاره د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

د هرات-تور غونډۍ لویه لاره د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

د هرات-تورغونډۍ لویه لاره د زیاتې واورې ورېدو له کبله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د باختر دولتي اژانس د راپور پر اساس چې یاده لویه لاره نن سهار(یک شنبه،۲۵ د لېندۍ)د زیاتې واورې ورښت له کبله د رباط‌‌ سنګي ولسوالۍ په«بند بقرچر»سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې.

په ورته مهال د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هرات په ګډون د هیواد په یوولس ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې د سالنګ لویه لاره هم د زیاتو واورو د ورښت له کبله د پنځلس ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...