د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وایې چې، د سالنګ لویه لاره یې د پنځلس ورځو لپاره د هر ډول لویو مسافروړونکو موټرو پر مخ وتړله.
د دغه وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، د سالنګ لویه لاره د مسافرو د خوندیتوب او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې د مرغومي میاشتې تر څلورمې نېټې پورې د هر ډول لویو مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
د هغه په خبره پر یاده لاره د مسافرو هغه واړه موټر چې ګړندی تګ کوي کولای شي له په سیمه کې له فرعي لارې کار واخلي.
نوموړي دغه راز پر یاده لاره له تلوونکو مسافرو په ټینګار سره غوښتنه کړې چې، د سالنګ پر لویې لارې تلو پر مهال دې له ځانه سره اړین ژمني توکي ولري.
د سالنګ لویه لاره د هیواد یوه له مهمو لارو ټرانزیټي لارو ګڼل کیږي چې د مسافرو سربېره پرې هره ورځ لسګونه له سوداګریزو توکو بار موټرې تګ راتګ کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس