د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې د خبرداري ترڅنګ ویلي چې هره ورځ ۱۹۱ میندې او ماشومان مړه کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۰مه په یو تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مړه کېږي.
دې سازمان ویلي چې د میندو د مړینې د جدي خطرونو د مقابلې او کمېدو لپاره ۳۵۲ میلیون اضافي ډالرو ته اړتیا لري.
د دې سازمان په وینا، دا میندې او ماشومان د زیږون او امینداورۍ پر مهال د هغو ناروغیو له امله مړه کېږي چې د درملنې وړ دي.
دې سازمان خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه په دې برخه کې د بشري مرستې اړوند بودجه ځانګړې نه کړي، د هېواد په کچه به د میندو او ماشومانو د مړینې شمېر نور هم لوړ شي.
د یاد سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې د بودیجې د کمښت له امله په ټوله کې ۴۲۸ ثابت او سیار روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.