Home » افغانستان » د امریکا ځانګړې استازې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان مېرمنو پر معنادار ګډون ټینګار وکړ

د امریکا ځانګړې استازې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان مېرمنو پر معنادار ګډون ټینګار وکړ

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په کتنه کې د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنو پر معنادار ګډون ټینګار کړی دی.

اغلې امیري پرون (سې‌شنبې د غبرګولي ۱۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې هغې د متحده عربي اماراتو ، بلجیم، قطر، فرانسې او کاناډا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.

اغلې امیري ویلي چې په دې کتنو کې یې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو او مدني ټولنو په معناداره ګډون ټینګار کړی.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انتونیو ګویتریش په کوربه‌توب دا غونډه د یوې میاشتي څخه په کمه موده کې جوړه شي.

د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره ا.ا ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

لا نه ده معلومه چې د دوحې درېیمې غونډې ته پر ا.ا سربېره د افغانستان نور کوم سیاسي جریانونه هم وربلل شوي که نه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کرېکټ ملی لوبدله

د کرېکټ ملي لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې اووم مقام ترلاسه کړ

افغان کرېکټ بورډ وايي، د ...