نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي چې د دوامدارو ستونزو، ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمښت او له پاکستان سره نازکو سوداګریزو اړیکو له امله د افغانستان اقتصادي وضعیت په بې ثباته حالت کې دی.
د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د بې روزګارۍ، سرچینو محدودیت، پرله پسې لوړې بېوزلۍ او دا چې دا هېواد د اخیستلو ډېر توان نه لري، میلیونونه جګړهځپلي افغانان یې اغېزمن کړي دي.
د نړیوال بانک راپور ښيي چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان سوداګریز کسر ۵۴ سلنه زیات شوی چې ۹ میلیارده ډالره کېږي او د دغه هېواد د ۴۵ سلنه کورنیو ناخالصو تولیداتو سره برابر دي.
په راپور کې راغلي چې تېر کال افغانستان د ۱.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت صادارت درلودل چې په عمده توګه د ډبرو سکرو او ټوکرو په صادراتو د کمښت له امله په صادراتو کې پنځه په سلو کې کموالی راغلی و.