Home » سیمه او نړی » د اسراییلو بریدکوونکي ټانکونه رفحې ته دننه شول

د اسراییلو بریدکوونکي ټانکونه رفحې ته دننه شول

اسراییلي ځواکونو د غزې په جنوب کې پر رفح ځمکنی برید پیل کړی او د دغه رژیم ټانکونه دې ښار ته دننه شوي دي.

رویټرز د رفحې د یو اوسېدونکي له قوله راپور ورکړی چې د اسراییلو ټانکونه سه شنبه د غبرګولي په ۸مه رفحې ته دننه شوي او په ځینو سیمو یې بریدونه کړي دي.

د اسراییلو لخوا پر رفح برید چې د انساني ناورین لامل شوی او د نړیوالو خبرداریو سره سره بیا هم دوی له دریو اوونیو راپه دې خوا په دې ښار خپل بریدونه پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې چې د اسراییلو لخوا د بې ځایه شویو کسانو پر کمپ د برید په ترڅ کې په لسکونو کسان ووژل شوي او ټپیان شوي دي او د اسراییلو صدراعظم د نړیوالې ټولنې له نیوکې وروسته دا برید تېروتنه بللې ده.

ویل کېږي چې په نړیواله ټولنه کې پر رفح د اسراییلو لخوا بریدونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

بلخوا اروپایي ټولنې هم دا بریدونه غیر انساني بللي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...