د حماس یو لوړپوړي غړي محمود مرداوي د الجزیرې خبري شبکې سره خبرو کې د اسراییلو له لوري د غزې د نیولو لپاره هر ډول طرحه رد کړه.
مرداوي ویلي، د ګواښ او یا د فلسطینیانو د ټولوژنې له لارې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه به د اسراییلو هر ډول هڅې له ماتې سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړې چې حماس به له اسراییلو سره یوازې هغه هوکړه ومني چې بشپړ اوربند او له غزې څخه د ټولو اسراییلي سرتېرو وتلو ته لاره هواره وي.