Home » افغانستان » برېتانيا په افغانستان کې د ۱۱ ميليون پاونډو په ارزښت پروژې تطبيق کوي

برېتانيا په افغانستان کې د ۱۱ ميليون پاونډو په ارزښت پروژې تطبيق کوي

د برېتانيا نېشنل نيوز د دې هېواد دولتي سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې برېتانيا غواړي په افغانستان د ۱۱ ميليون پاونډو په ارزښت په بېلابېلو برخو پروژې تطبيق کړي.

د راپور له مخې، دا پروژې به د اغاخان بنسټ له لوري د روغتيا، کرنې، ښوونې او روزنې او دغه راز بې روزګاره کسانو ته د کاري فرصتونو د اېجاد په برخو کې تطبيق شي.

په داسې حال کې چې افغانستان سږکال هم له وچکالۍ سره مخ دی او امله يې سلګونه زره کسان له همدې کبله له خپلو مېنو بېځايه شوي هم دي، خو د نېشنل نيوز په خپل راپور کې ويلي، چې د برېتانيا د دې مرستو عمده موخه په افغانستان کې د وچکالۍ له امله له زيانمنو شوو کورنيو سره مرسته کول دي.

په راپور کې د برېتانيا د دولت سرچينې له قوله زياته شوې، چې په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کړای شوي او په دې توګه په دې هېواد کې بشري ناورين رامنځته شوی دی.

د نېشنل نيوز ته د اغاخان بنسټ يوه چارواکي کينډار سچرينر ويلي، چې د افغانستان بانک اړوند شتمنيو کنګل کيدو په دې هېواد کې د خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی او بېړنيو مرستو ته يې اړتيا پيدا کړې ده.

نوموړي زياته کړې، چې د برېتانيې له لوري تازه اعلان شوې مرسته به پر روغتيا، پوهنې او بې‌روزګاره کسانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر برخو ولګول شي.

د اټکل له مخې، د ۱۱ ميليون پاونډو په ارزښت د برېتانيا دولت له دې پروژو به شاوخوا ۸سوه زره عام افغانان ګټه پورته کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...