Home » سیمه او نړی » المان کې یو بل پناه غوښتونکي یوه ښځه په چاقو ټپي کړه

المان کې یو بل پناه غوښتونکي یوه ښځه په چاقو ټپي کړه

الماني رسنیو خبر ورکړی، چې په فرانکفورت ښار کې یو بل افغان هم پر یوې اوکراینۍ ښځې د چړې د برید په تور نیول شوی دی.

دویچه وله راپور ورکړی چې دغه کس د دوشنبې په ورځ د المان په فرانکفورت ښار کې د مین ساحل په سیند کې پر یوې ښځې د چاقو په وسیله برید وکړ او هغه یې سخته ټپي کړه.

د دې راپور له مخې، د ښځې له چیغې او مرستې سره، شاهدان د هغې مرستې ته راغلل او بریدګر په تېښته بریالی شو. خو پولیس د چورلکې په مرسته د بریدګر پر تعقیب، پیژندلو او په پای کې پر نیولو وتوانېدل.

د الماني رسنیو د راپورونو له مخې، بريد كوونكی ۱۹ كاله عمر لري او د افغانستان څخه و. د هغه د هویت په ​​اړه نور څه نه دي ویل شوي.

د المان د پولیسو په وینا چې بریدګر له دې ښځې سره هېڅ اشنایي نه درلوده.

په تېرو لسو ورځو کې په المان کې دا د چاقو دویم برید دی چې د یو افغان لخوا ترسره کېږي.

د مې په ۳۱مه د المان په مانهایم ښار کې یو افغان تبعه د اسلامي منتقدینو پر یوه غونډه برید وکړ، چې د یوه پولیس افسر په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړل او هغه افسر د ټپونو له امله ساه ورکړه.

له هغه برید وروسته د المان صدراعظمې اعلان وکړ چې مجرمین به وباسي، حتا که هغوی د افغانستان او سوریې وګړي هم وي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...