Home » افغانستان » المان د یو شمیر افغان کډوالو د ایستلو په اړه ارزونه کوي

المان د یو شمیر افغان کډوالو د ایستلو په اړه ارزونه کوي

د المان په مانهایم ښار کې د یوه افغان بریدګر له خوا په برید کې د یوه پولیس له وژل کېدو او د شپږو کسانو له ټپي کېدو وروسته د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې اعلان وکړ چې د هغو افغان اتباعو د ایستلو په اړه غور کوي چې د المان امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.

د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر پرون (سه شنبه، د غبرګولي ۱۵ مه) خبریالانو ته وویل: «دا ماته څرګنده ده. هغه کسان چې د المان امنیت ته ګواښ دی باید ژر تر ژره ویستل شي. په دې کې افغانستان او سوریې ته د خلکو استول شامل دي.»

د جمعې په ورځ یوه بریدګر د «پاکس اروپا» په نامه د اسلام د منتقدینو پر غونډې برید وکړ. په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون اووه کسان ټپیان شول، چې یو کس پکې د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.

برید کوونکی ۲۵ کلن ځوان دی چې په افغانستان کې زېږېدلی او له ۱۵ کلنۍ راهیسي په المان کې ژوند کوي. دغه کس واده کړی او دوه اولادونه لري او د هسن ایالت په هپنهایم ښار کې ژوند کوي.

تر دې برید وروسته یو شمېر الماني چارواکو د کډوالو د ایستلو غوښتنه وکړه.

د المان بیلډ ورځپاڼې لیکلي چې د المان سوسیال دیموکراټ ګوند او څو نور ګوندونه غواړي چې بهرني مجرمین لکه سلیمان عطايي، د چاقو په وسیله بریدګر او خطرناک کسان خپلو هېوادونو ته واستوي، ان که هېوادونه یې خوندي هم نه وي.

د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې، المان له افغانستان سره هېڅ ډول اړیکه نه لري، خو د دې هېواد له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې کوي، څو له المان څخه ایستل شوي کسان افغانستان ته ولېږدول شي.

بیلډ لیکلي چې د المان د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتل شوي چې د پاکستان له حکومت سره یوه داسې موافقه وکړي چې له مخې به یې افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کرېکټ ملی لوبدله

د کرېکټ ملي لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې اووم مقام ترلاسه کړ

افغان کرېکټ بورډ وايي، د ...