Home » سپورټ » افغان الف«ابدالیان»کرکټ لوبډله نن له هانګ کانګ سره لوبه کوي

افغان الف«ابدالیان»کرکټ لوبډله نن له هانګ کانګ سره لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ایمرجېنګ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې به افغان الف«ابدالیان»لوبډله خپله دریمه لوبه له هانګ کانګ سره ترسره کړي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن(سه شنبه،د لړم لومړۍ)د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰ بجه پیل شي.

افغان الف لوبډلې تر دې دمه د ایمرجېنګ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو کې دوه سیالۍ ترسره کړي او دواړه یې ګټلي دي او د څلورو پواينټونو په لرلو سره د لومړي ګروپ په سر کې ځاى لري.

له دې وړاندې افغان ابدالیانو د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

  د ویلو ده چې یادې سیالۍ شل اوریزې دي او له افغانستان سربیره په کې د ۸ نورو هیوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.


شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...