اروپايي ټولنې له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په لړ کې، د بشري او اقتصادي ناورين په ترڅ کې له زيانمنو افغانانو سره د مرستې په موخه ۵۰ ميليون يورو ځانګړي کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په دې اړه ويلي، چې دا اندازه مرسته به د همدې بنسټ له لارې هغو افغانانو ته ورسول شي چې له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ويلي، د تېر يوه کال پرمهال په افغانستان کې خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ وو او په خبره يې، د زلزلې او سيلابونو په شمول طبيعي پېښو دا ستونزې نور هم سختې کړې او دا مهال خلک دا توان نه لري، چې راتلونکي ژمي لپاره چمتووالی ونيسي.
د خوړو نړيوالو پروګرام د ارزونو له مخې، دامهال په افغانستان کې له هرو لسو کورنيو څخه نهه هغه يې نه شي کولی چې کافي خواړه ځان ته برابر کړي، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ، چې د خوړو نړيوال پروګرام د مالوماتو له مخې سرپرستي يې د ښځو په غاړه ده.
دې بنسټ زياته کړې چې له افغانانو سره د اروپايي ټولنې تازه اعلان شوې مرستې پر مټ به وکولی شي، چې له افغانانو سره د معيشت او مقاومت په پياوړي کيدو کې مرسته وکړي.
له دې سره په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافيلا ايوډيس په بېړنۍ توګه د افغانستان پر ملاتړ ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې پر اقليمي بدلونونو سربېره د ۴ لسيزو جګړې، کووېډ۱۹، او ټولنيز اقتصادي بحران هغه څه دي چې افغانستان يې راګير کړی او له همدې امله ډېری افغانان له دندو او معيشت څخه بې برخې شوي دي.
نوموړې زياته کړې، چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې له خلکو سره د معيشت په برخو کې د مرستې کولو په موخه خپله وړتيا زياته کړې او په دې توګه به دغلته د طبيعي پېښو او د انسانانو په لاس د رامنځته کېدونکو ناوړه حالاتو پر وړاندې ښه چمتووالی ولري.