د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ټول افغانستان کې د لږ تر لږه ۱۸ میلیونه فعالو سیم کارټونو د بیا ثبتولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا پروسه په چټکۍ سره روانه ده.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن شنبه، د مارچ ۱۵مه ( د کب، ۲۵مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې دا مهال ۲۶ میلیونه سیم کارټونه فعال دي او دا سیم کارټونه په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو د پېرودونکو لخوا کارول کېږي.
د الکوزي په وینا، ا.ا په تېرو دریو کلونو کې د یو جامع طرزالعمل پر بنسټ د ګرځنده تلیفونونو د سیم کارټونو د بیا راجستر کولو پروسه پیل کړې او دا پروسه اوس مهال په ټول افغانستان کې روانه ده.